Transcript · Pashto
Pashto transcript
زړه ډېر تعجب کوم چې
پاکستاني لوري هغه دلایل چې دی د ځان لپاره وايي چې دا سیمه زه نشم کنټرولولی
او په دې کې مشکلات ډېر دي او غرنۍ سیمې دي او ستونزې زیاتې دي امکانات مې کم
دي د ځان لپاره خو دا دلایل وايي ولې له موږ نه بیا هر څه تیار غواړي.
ته ولې د خپل ځان دفاع په خپله
نه کوې؟ چې هم دې پوځ ډېر
دی هم دې استخبارات اکمال شوي او په پښو ولاړ دي او
هم امکانات لرې او هم ځان ته نسبت د دې کوې
چې زه ښه ټکنالوژي لرم نو په خپله هغه کار
وکړه څه چې له ما نه غواړې. د افغانستان اسلامي امارت چې راغلی په څلورو کالو
کې سراسر په افغانستان کې له جوزجان
نه تر جلال اباد ته د داعش مرکزونو او په همدې کابل کې په تنظیمونو نورې ډلې ټپلې
وې دا ټولې کنټرول شوې. نن په ټول افغانستان کې هېڅ امنیتي پېښه نه لرو.
نو خو ته هم
د خپل هېواد امنیت ونیسه. ته دې خپل ولس ته امن ورکړه.
او که
ته سیاسي مشکلات لرې ته په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې سیاسي او اقتصادي ستونزې
لرې نو هغه ستونزو نه د خلکو
د توجه اړولو لپاره خو بیا په افغانستان لاس مه پاکوه.
نو دغه مشکلاتو نه د خلکو توجه اړولو لپاره او یا د ځینو مرموزو پروګرامونو، پروژو
د عملي کولو لپاره اقدامات کوې نو بیا
خو افغانستان هم له ځانه
د دفاع حق
لري. د پاکستان هېڅ یو قوي سیاستمدار د دوی د دې کړنو تایید نه دی کړی.
حتی ولس یې
د هېواد په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې وکړې.
د لارو
د بندېدو په خلاف یې مظاهرې وکړې. د دوی د پرېکړو په خلاف یې
مظاهرې وکړې. دا د دې خبرې څرګندویه ده چې د افغانستان دریځ واضح ده، په حق ده
او هغوی ته رسېدلې ده او هغوی درناوی کوي.
موږ یې بیا هم مننه کوو. دا اوس تېره جمعه د ایکو
سازمان غونډه وه او د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.
چون چې
دا یوه اقتصادي غونډه وه. نو په دې غونډه کې ما هم خبرې وکړې او دا د لارو
بندېدل او دا د بمبار او د دې اثراتو باندې مې خبره وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو محترم وزیر اسحاق ډار صاحب په دې باندې سخته خوا بده
کړه ګیله یې وکړه چې دا خو یوه اقتصادي مجلس ده په دې کې ولې سیاسي خبرې کیږي.
نو د لارو بندول اقتصادي نه دي؟ ټرانزیټ بندول اقتصادي نه دي؟ په پکتیکا کې په
بازارو په دکانو باندې بمبار کول، مارکېټونه ړنګول، د بولدک مارکېټ ویشتل، دا
اقتصادي موضوع نه ده؟ د خبرې د اورېدلو حوصله هم نه لري متاسفانه.
خو موږ او تاسو وینو چې په مسکو
کې امنیتي پېښې وشوې پلې کوم ځای ته ورسېدو.
په ایران کې امنیتي پېښې وشوې پلې کوم ځای ته ورسېدو.
نو داسې یوه کوشش روان ده چې له خپلو
داخلي مشکلاتو او یا د ځینو هغو لوبو لپاره چې دوی
خپلې ګټې پکې ویني یو زمینه سازي وشي.
تاسو
پوهېږئ ورونو. د پاکستان د مشکلاتو په بلوچستان کې له بلوڅانو سره د دوی د
مشکل اته اویا کاله
کیږي. ایا دا مشکل د پاکستان له جوړېدو سره سم نه دی پیل شوی؟ له ټي ټي پي سره
یې د مشکلاتو تر شل کاله اوړي. سیاسي تنظیمونه د پاکستان هېڅ کوم سیاسي مسیر به
داسې نه وي چې په کلونو کلونو
یې خپل هېواد کې بندیخانې نه وي تېرې کړې.
او اوس هم
بندیخانې ځینې ډکې دي. پاکستان نیواړې په موږ باندې د ټي ټي پي تور لګوي
چې په هغه موضوع کې لږ په خبرو کې مخته ولاړ شو بیا وايي دا بي ایل اې ده د بلوڅانو
غورځنګ ده. بیا چې لږ سره خبرو کې مخته سره ولاړ شو بیا وايي دلته د هندوستان
لاس ده. له هندوستان سره د موږ اړیکې سیاسي اړیکې دي، اقتصادي اړیکې دي.
د موږ سیاست ازاد ده، خپلواک ده، حق لرو چې له هر چا سره اړیکې ولرو.
ته هم په ډیلي کې سفارت لرې. ته هم راشه درشه ورسره لرې، ته هم تجارت ورسره لرې.
نو چې زه لرم بیا ولې؟ دا خو د موږ خپل حق ده.
او د موږ
سیاسي اړیکې که له هندوستان سره دي که له بل هېواد سره دي دا د هېچا په ضد نه
دي، دا د هېچا په ضرر نه دي. د موږ د متوازن
سیاست معنی هم دا ده چې افغانستان به نور
د منفي سیاستونو ډګر نه وي. نور به د منفي
رقابتونو ډګر نه وي. نور به د لویو قدرتونو د مقابلو ډګر نه وي.
او نور نه غواړو چې له یو هېواد سره داسې اړیکې ولرو چې هغه د بل هېواد په ضرر
دي. خو نن پورې غاړه په زرګونو هکتاره ځمکه په کوکنارو کرل کیږي او بېرته سیمې
ته هم خطر متوجه ده او بیا به هم د افغانستان پولې د قاچاق په ډول کارول کیږي
او بدنامي به افغانستان ته اوړي. دا هغه موږ په
نړیوالو هم کوو چې د مخدره موادو د دومره پراخ کښت چې رسنۍ هم ورباندې شاهدانې
دي. د هغې سیمې سیاسیونو هم دا خبره کړې ده دې ته باید خاصه توجه
وشي چې دغه بوټی او دغه مضر کښت دا بیا وده ونکړي او دا بیا ډېر نشي.
د یو افغان په توسط
دوه تنه امریکايي عسکر وویشتل
شول. دا یوه فردي پېښه ده یو. او چا چې دا عمل کړی دا خپله د امریکایانو لوري
روزل شوی ده. او موږ به دا شل کاله دا خبره کوله چې دغه کسان چې په صفر یکو صفر
دوو صفر سیو اربکیانو پولیسو اردو کې جذب شوي دي دا دغسې د افغانان هم وز دې په
شهادت
رسوي. په سلګونو نه په زرګونو پېښې یې په افغانستان کې
رامنځته کړې دي. نو دا موضوع د افغانستان په درانه ولس او حکومت پورې کومه اړه
نه لري. یو خو د دې کس تربیت دوی خپله کړی.
بل دوی خپل رسمي مامور ګرځولی. بل یې د افغانستان نه د ایستلو په هغه غیر
قانوني پروسه کې وتلی چې هغه د هېڅ نړیوالو اصولو سره نه وه برابره.
End of transcript · 1,003 words