0:00

په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ادعاوې وشوې چې ګواکې افغانستان کې نور د ښځو نومونه په رسمي اسنادو کې نه ثبتېږي.

0:09

ځینو کاروونکو ویلي د طالبانو د حکومت د حکم پر بنسټ ښځې په روغتونونو کې د بي بي او یا هم د خپلو بچیانو د مور په نامه لکه د احمد یا د محمود د مور په نوم ثبتېږي.

0:22

په دې تړاو ډېرې خبرونې راپاریدلې او د ښځو پر ضد نوې محدودیتونه بلل شوي.

0:28

خو ایا دا ادعاوې رښتیا دي؟ دا موضوع مو په خپلواکه توګه وڅېړله.

0:34

په کابل، کندز او بلخ کې مو له ډاکټرانو سره او همداراز د روغتونونو له کارکوونکو سره خبرې وکړې.

0:40

دا کسان چې د ناروغانو د ثبت بهیر کې ښکیل دي، تایید کړه چې په نسخو، فورمو او د ثبت سیستم کې د ښځو اصلي نومونه لیکل کېږي.

0:50

د بلخ د روغتون یو ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې، تصویر یې او یا هم غږ یې خپور شي، بي بي سي ته وویل، ښځې چې ا... روغتونونو ته راځي، سیستم کې په خپلو نومونو ثبتېږي او موږ ته د دغې کړنلارې د بدلولو کومه لارښوونه نه ده شوې.

1:05

موږ ته هېڅ کوم رسمي دستور نه دی راکړ شوی.

1:09

ښځې له خپلو اصلي نومونو چې په تذکرو کې یې لیکل شوي، ثبتېږي.

1:14

د بي بي په نامه او د کورنۍ تړاو پر بنسټ د ټولو ناروغانو ثبتول شوني نه دي او هغوی ته رسېدنه له خنډ سره مخ کوي.

1:24

موږ همداراز په کابل او کندز کې د ناروغانو د معلوماتو د ثبت روان بهیر ووارزه او د ښځو پر نومليکې نېبندۍ زده اویا په سیستماتیک ډول ليستېږي اسنادو د هغوی د نوم رېکولو کومه نښه مو ونه موندله.

1:37

په همدې حال کې ځینو ډاکټرانو موږ ته وویل، د پخوا راهیسې د افغانستان په ځینو سیمو کې د فرهنګي اساسیتونو او د دودونو پر بنسټ په نسخو او یا ځینو نورو اسنادو کې د ښځو د نوم یادول ډېر دود نه دی.

1:51

خپرې شوې ګنگسوتە په خبرګون کې د بلخ د عامې روغتیا ریاست دا ادعاوې رد کړي.

1:56

په دې وروستیو کې داسې ګونګوسي خپرې شوي چې ګواکې په بلخ ولایت کې ډاکټرانو ته د ښځینه ناروغانو د نومونو لیکل په نسخو کې منع شوي دي.

2:05

بلخ ولایت کې دا ډول ادعاوې هېڅ حقیقت نه لري او په بشپړه توګه بې اساسه دي.

2:11

په ټولو روغتیایي مرکزونو کې هر ناروغ ته د هغه د خپل نوم پر بنسټ نسخه لیکل کېږي، که ناروغ نارینه وي او که ښځینه.

2:20

نو له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د ناسمو او بې بنسټه خبرونو له خپرولو ډډه وکړي او یوازې پر رسمي او باوري معلوماتو باور وکړي.

2:31

ناسم او لار ورکونکي معلومات په تېره د داسې مسلو په تړاو چې حساس دي او احساسات پلوونکي دي، کولی شي ډېر ژر لاس په لاس شي.

2:39

نو ځکه مهمه ده چې د هرې ادعا له منلو او یا خپرولو وړاندې ډاکتران ولې له باوروړ سرچینو سره وارزه او پره تللی چې دا معلومات د چا په اړه دي او پر چا تور پورې کوي.

End of transcript · 498 words

iPhone app Translate videos on your iPhone Paste a TikTok, Instagram or X link, add subtitles in your language and save the video to Photos.

Made with TranslateMom

TranslateMom transcribes and translates videos from X, TikTok, YouTube and Instagram. Paste a link and you get a page like this one, in your language.

Transcribed with TranslateMom. Paste any video link to get subtitles and a transcript in your language.

© 2026 TranslateMom · AI video translation and subtitles Transcripts Sources Pricing Legal