په کابل کې پر روغتون د پاکستان د برید ادعا او د غچ غوښتنه

جوړ په خیر، هیله ده جوړ او روغ اوسئ او د ژوند

چارې مو سمې وي. د ترهګر پاکستان، په ترهګر برید کې

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې

تر درې سوه زیاتو کسانو ته تلفات اوښتي دي. زه ډېر په احتیاط سره ویلای شم

چې نږدې دوه سوه کسان شهیدان لرو او دغومره ټپیان لرو،

دا ټول ملکي وګړي دي. دا ټول هغه بیچاره معتادین دي چې

د بېرته ټولنې ته د احیا لپاره په دغه مرکز کې ساتل شوي وو.

پر دې مرکز باندې پاکستان داسې باروت او بم غورځولی دی چې ځمکه یې هم

ور اخیستې ده، دیوال یې هم ور اخیستی دی، هر څه سوځي. په کوټو کې د ننه

هم اور بل دی. پاکستان یوه ډېره

بده وسله په داسې سیمه کې کارولې ده.

د پاکستان ته باید په نړیواله کچه سزا ورکړل شي. پاکستان یو ترهګر ملک دی،

پاکستان په افغانستان کې ترهګري کړې ده. د دې ولسي وګړو شهادت به بې ځوابه پاتې نه شي.

البته یوه خبره دا ده،

ما ته اوس اطلاعات راکړل شول چې هو د غچ پرېکړه وشوه. د درانه غچ پرېکړه وشوه.

پاکستان څخه به غچ اخیستل کېږي، ښه غچ به ځینې اخیستل کېږي. که څه هم ځینې

بې ننګه افغانان لا اوس هم لګیا دي په دغه وخت کې هم هم افغانستان تخریبوي،

هم د افغانستان اوسنی حکومت تخریبوي.

د هغوی سره به بیا پر کراره باندې خبرې کوو.

خو اوس اصلي وخت د دې دی چې پاکستان باید د عدالت میدان ته راکش کړل شي. باید د نړۍ په

ګوټ ګوټ کې افغانان غږ اوچت کړي. هر چېرې چې یاستئ، پاکستان ته د ترهګر ټاپه وکاروئ.

پاکستان ریاستي دهشتګردي کړې ده، ولسي وګړي یې په نښه کړي دي.

د ولسي وګړو یو روغتون یې په کندهار کې بېګا شپه بمبار کړ. هلته د خدای فضل و،

موږ تلفات نه لرل. په کابل کې یې

دا بمبار کړی دی، زره بستریز روغتون دی. دا د معتادینو روغتون دی،

دا د عامې روغتیا د وزارت سره تړلی روغتون دی.

دې ته به د کورنیو چارو وزارت په بازار کې معتادین نیول، راوستل به یې،

د هغه معتادینو به بېرته علاج کېده، بېرته به ټولنې ته وتل. چا نجاري پکې زده کوله،

چا خیاطي پکې زده کوله، چا بل کسب پکې زده کاوه.

بېرته به ټولنې ته د یو عادي شخص په توګه باندې ورتلل.

نن دوی راغلل دا کسان یې شهیدان کړل او د دې کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنولې.

دا د پاکستان ترهګري ده، پاکستان ته باید ځواب ورکړل شي. او پاکستان پخپله،

پخپله دا اعلان کړی دی، پخپله یې دا ویلي دي. مبشر لقمان یو

پاکستانی خبریال دی، یا ځان ته خبریال وايي، په رسنیو کې ناست وي. هغه وايي چې

ما پوځ ته دا ویل چې په افغانستان کې مکتب بمبار کړه، پل بمبار کړه، شفاخانه بمبار کړه،

سړک بمبار کړه. او دی دا وايي چې هو پوځ ورسره منلې ده چې دا کار به کوو.

د دې ویډیو زما په واټساپ چینل کې پرته ده،

زه د واټساپ چینل لینک تاسو ته دلته هم ږدم.

په هغه بله ویډیو کې مې هم لاندې لینک ایښی دی، ټول خلک یې کتلی شي.

نو پاکستان په ښکاره په افغانستان کې ترهګري کوي. او افغانان بیا بیا پر خپل

حکومت دا غږ کوي چې

تاسو سړه سینه وکړئ او ګوزاره وکړئ. خبره له ګوزارې وتلې ده. پکار دا ده چې

هر افغان پر خپل ځای باندې ودرېږي. زه نن بیا دا خبره کوم، د پاکستان په

وړاندې هر افغان طالب او هر طالب افغان دی.

که څوک د پاکستان په وړاندې نن هم نه درېږي، هغه د بنګړي والې زوی دی، هغه دې خپله

ډي ان اې چیک کړي. زه بیا دا خبره کوم.

او ځینو دلته ما ته ځینو خلکو ځینې پوسټونه او شیان را استول،

د ځینو د بنګړي والو د زامنو سره بیا زه تر دا موضوع وروسته حساب

کوم چې د سېرې څو پخېږي. اوس به یوازې د پاکستان سره حساب ته دوام ورکوو.

پاکستان ته باید ځواب ورکړل شي، داسې ځواب ورکړل شي لکه څنګه چې دوی فکر کړی وو.

او یاد ساتئ، طالبان دروغ نه وايي، طالبان چې څه وايي هغه کوي. طالبان به داسې ځواب

ورکړي چې پاکستان

به یې یاد ساتي.

دا ویډیو شریکه کړئ چې تر پاکستانیانو ورسېږي.

دا ویډیو شریکه کړئ چې تر نړیوالو ورسېږي، نړیوال خبر کړئ.

ملګري ملتونه دې ځای ته راوغواړئ،

په افغانستان کې چې کوم سفارتونه موجود دي هغه راوغواړئ چې دا ځای وګوري،

ټول ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

او داسې بم یې کارولی دی چې هغه ښايي ایرانیانو په اسراییلو کې

نه وي کارولی او اسراییلو په

ایران کې نه وي کارولی. پاکستان ترهګري کوي، پاکستان ترهګر ملک دی.

د پاکستان علاج پکار دی. ژوندی دې وي افغانستان،

تل دې وي افغانستان، مرګ پر دښمنانو.

End of transcript · 786 words

Transcribed with TranslateMom. Paste any video link to get subtitles and a transcript in your language.

iPhone app Translate videos on your iPhone Paste a TikTok, Instagram or X link, add subtitles in your language and save the video to Photos.

Made with TranslateMom

TranslateMom transcribes and translates videos from X, TikTok, YouTube and Instagram. Paste a link and you get a page like this one, in your language.

© 2026 TranslateMom · AI video translation and subtitles Transcripts Sources Pricing Legal