د افغانستان او پاکستان تاوتریخوالی: د طالبانو درې لارې
جوړ پخیر هيله ده جوړ او روغ اوسئ او د ژوند چارې مو سمې وي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی یا روانه جګړه
اوس دې سټیج ته رسېدلې ده چې هر افغان یې تر ډېره بریده پورې ناارامه کړی دی.
او همدا د پاکستان غوښتنه وه چې افغانان ناارامه کړي.
اوس د طالبانو لپاره یوازې درې اپشنونه یا درې لارې پاتې دي.
لومړنی اپشن دا دی چې همدا سلسله لکه دا اوس چې روانه ده دا روانه وساتي.
پاکستان به راځي برید به کوي، افغان لوری به دغه چوپولو کوشش کوي.
یا به پر ډیورنډ کرښه پر پوستو بریدونه کوي او یا به ډرون الوتکې ورالوزوي.
د پاکستان د پوځ مرکزونه به په نښه کوي لکه څنګه چې دوی تر دې وړاندې په اسلام اباد او
کوټه او همداراز په کوهاټ کې تېره شپه په نښه کړل.
دا یو اړخ دی، دا که چېرې پر دغه شکل باندې دا سلسله روانه پاتې شي،
نو د افغانستان امنیت به خرابېږي، د افغانستان څخه به نړیوالې
ټولنې وځي، افغانستان ته به موسسات زړه نه ښه کوي او
افغانستان به ورو ورو په یوه ناامنه هېواد بدلېږي.
هغه څه چې د پاکستان د ترهګر پوځ یوازېنۍ غوښتنه ده.
نو دا یو اړخ دی یا یو د طالبانو یو اپشن دی چې طالبانو ته ورپاتې دی.
دویم اپشن دا دی چې طالبان به پټه خوله کېني او د پاکستان سره به هره خبره مني.
هرې خبرې ته به یې غاړه ږدي او داسې چلند به ورسره کوي لکه دوی چې
د جګړې پر مهال باندې له پاکستان سره کاوه، یعنې د پاکستان د پوځ غوښتنو،
کړنو ته به غاړه ږدي، چې دا تر ډېره بریده پورې اوس ممکن نه دی.
ځکه ممکن نه دی چې یو طالب واکمن دی، اوس خپل هېواد لري،
په خپل هېواد کې وزیر دی، والي دی، هر څه دی، قومندان دی او خپل هېواد یې دی.
لږ تر لږه د یوه حکومت څښتن دی او له بلې خوا په افغانانو کې د پاکستان خلاف
نفرت اوج ته رسېدلی دی، نو ځکه دا دویم
اپشن چې طالبان یې لري یا دویمه لاره، دا ممکنه نه ده.
درېیمه لاره دا ده چې طالبان به پاکستان ته په خوله کې سوک ورکوي.
داسې سوک به ورکوي چې د پاکستان هر فرد یې همیشه یاد وساتي.
هغه سوک چې دوی ته د تېرې جګړې پر مهال باندې
جوړ شوی و او ځینو کړیو یې یا ځینو خلکو یې د مخنیوي هڅه وکړه.
زه د دې خبرې تفصیل ته نه ځم، په لنډو کې به دومره ووایم چې د دویم
پړاو عملیاتو دویم اپشن ته به افغانستان داخلېږي.
دا د دې درېیو لارو درېیمه لاره ده چې ډېره ممکنه
او تر ډېره بریده پورې امکان لري چې طالبان دې لارې ته داخل شي.
اوس مهمه دا ده چې طالبان دې پړاو ته کله داخلېږي؟
چې هر څومره دوی دا سلسله، دا کیسه ځنډوي، هغومره زیات به پاکستان
د افغانستان د ناامنه کولو کوشش کوي، هغومره زیات به په طالبانو یا په حکومت باندې
د خلکو باور له منځه ځي او هغه د امنیت خبره چې دوی کوي چې امنیت ساتل شوی دی
او د افغانستان د سرحداتو دفاع کولای شي، د افغانستان د حریم دفاع کولای شي،
هغه ادعا به ورو ورو کمزورې کېږي. نو پکار دا ده که دا درېیم اپشن ته،
که دوی دا درېیم اپشن یا درېیمې لارې ته ځي، نو په هغه صورت کې پکار دا ده
چې هر څومره ژر چې کولای شي ولاړ شي. خو د درېیم اپشن یا د دا درېیمې
لارې چې دوی به ورداخلېږي، د دې سره هممهاله ځینې کړنې په کور دننه هم پکار دي،
ځینې کړنې په ډیپلوماټیکه فضا کې هم پکار دي.
لومړی تر ټولو مهمه دا ده چې پاکستانی سفیر به شړل کېږي له افغانستان څخه
او د افغانستان سفیر به له اسلام اباد رابلل کېږي. دا یو سټرانګ سګنل دی
د پاکستاني پوځي چارواکو لپاره چې نور موږ له تاسو سره د ډیپلوماسۍ په ژبه باندې خبرې نه کوو.
ځکه د ډیپلوماسۍ په ژبه باندې خبرې نه درسرہ کوو چې
په دې مرحله کې، په دې پړاو کې تر ډېره حده پورې
تاسو پړسېدلي یاستئ، تاسو خبرې ته غوږ نه نیسئ، تاسو د درېیمګړو خبرو ته غوږ نه نیسئ
او تاسو تر ډېره حده پورې د افغانستان د حریم د بیا بیا نقض کولو هڅه کړې ده.
نو ځکه موږ نور ستاسو سفیر درشړو او له تاسو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه ساتو.
دا د دا درېیم پړاو لومړنی قدم باید همدا وي.
او دویم قدم یې باید دا وي چې په کور دننه د یوه افغان لښکر د جوړېدو هڅه وشي.
ګورئ د طالبانو سره ځانګړي قطعات شته، ځانګړی پوځ شته، پولیس شته،
پوځیان شته، د شیخ صاحب قطعه شته او ډېر نور، مجاهدین ورسره شته.
د دې ټولو علاوه، د دې ټولو ورهاخوا پکار دا ده چې طالبان د یوه قومي
یا د یوه ملي یا د یوه افغاني لښکر د جوړېدو هڅه وکړي. په ولس کې ږغ وکړي
چې څوک د پاکستان خلاف قربانۍ ته تیار دی، هر څومره خلک چې یې راټول کړل،
راجسټرېشن دې وکړي، دا دې په ریزرف قطعاتو کې وساتي
او هغه کسان چې د بېلابېلو کړنو وړتیاوې لري، هغه دې مخکې کړي،
هغه دې په جګړه کې ورسره ښکېل کړي. دا کار به له یوې خوا د افغان ولس هغه غوسه
ورختمه کړي چې د پاکستان په وړاندې یې لري او له بلې خوا به
د افغانستان اوسني ځواکونه چې دي، دا پیاوړي او تکړه شي.
له بلې خوا به هغه ګیلې ختمې کړي چې خلک وايي چې طالبان په فورسز کې
یا په قطعاتو کې افغان ولس ته ځای نه ورکوي. اوس د دې لپاره د وړو وسلو مسئله ده،
وړې وسلې اول خو موږ ډېرې لرو، دویم په دویم قدم کې موږ د درویشت قلمه وسلې
جوړوو. زه دا خبره نن ځکه په دا ویډیو کې کوم چې وخت یې دی او ضرورت یې دی.
درویشت قلمه وسلې موږ کاپي کوو، یعنې جوړولای شو، د جوړولو توانمندي یې لرو.
چې د دې تفصیل ته هم زه نه ځم، ځکه دا ډېر محرم اسناد دي د طالبانو.
نو راځم دې ټکي ته چې که درېیم اپشن ته ځو، چې تر ډېره بریده پورې طالبان تیار دي
چې دا درېیمه لاره به خپلوي. که ودې ته ځو، په دې کې یو بل اړخ دا موجود دی
چې یو په دغه قطعاتو کې دا قومي لښکر یا ملي لښکر چې دوی جوړوي،
په دې کې نفوذیان ننه نه وزي. نفوذیان دوی پېژني، طالبان یې تر هر چا ښه پېژندلای شي.
چې دا ورننه نه وزي. دا یو قدم دی. دویم قدم دا دی په افغانستان کې
حکومت د باندې چې د پاکستان کومې سترګې دي، هغه باید وایستل شي.
هر هغه څوک چې د پاکستان په وړاندې یوه جمله هم وايي، هغه باید زندان ته واچول شي.
هغه باید وروستل شي. که هغه د هرې کچې پخوانی چارواکی وي،
یا عام افغان وي، یا د اوسني حکومت چارواکی وي.
دویم پړاو دا دی چې په همدغه محال کې باید هغه کسان ټول وڅارل شي
چې اوس د ملي امنیت تر شک لاندې دي د پاکستان سره د اړیکو په تور.
یا اوس زه تفصیل ته نه ځم، ځینې داسې کړنې کړي دي چې هغوی شکونه او شبهات لا نور زیات کړي دي.
نو په دې صورت کې ممکنه ده چې د پاکستان د پوځي رژیم یا ترهګر حکومت
مخنیوی افغانان وکړي. زما ایمان او عقیده دا ده چې پنجابی د ټینګې نه دی.
او تر ډېره بریده پورې ځکه د ټینګې نه دی چې اقتصاد یې برباد دی، تېل نه لري،
بوديجه نه لري، د مامورینو معاشات یې دوې میاشتې وځنډول،
د تېلو له وجې څخه یې حکومت د مامورینو ورتګ څلور ورځې کړ په اونۍ کې،
مکاتب یې د تېلو او د نېستۍ له وجې بند کړل. همدا تر ټولو بهترین وخت دی
چې افغان لوری پاکستان ته یو غاښ ماتوونکی جواب ورکړي.
که دا ونه شي، نو ما درته ویلي وو چې دا درې اپشنه دي، درې لارې دي.
اوله لاره خو ما درته وویل چې هغه به دغه حالت وي چې دا اوس روان دی، چې دا د افغانستان انتهايي په زیان حالت دی.
دویم دا چې طالب به خاموشه کېږي، غوږ به ورته نیسي، چې دا هم د افغانستان ډېر په
زیان او تاوان حالت دی. او درېیم حالت دغه چې دا اوس ما په اوږده تفصیل کې درته تشریح کړ،
چې پاکستان ته غاښ ماتوونکی جواب. او غاښ ماتوونکی جواب توان طالبان لري،
د غاښ ماتوونکي جواب توان افغانان لري. همدا ده چې د طالبانو سره ولس
پر همدغه نقطه باندې ولاړ دی چې دوی د پاکستان دښمني ته ملا تړلې ده
او دوی خپل ازلي دښمن پېژندلی دی، دوی د افغانستان ازلي دښمن پېژندلی دی.
خدای مو شاد، اباد او بریالي لره. دا ویډیو درسره شریکه کړئ،
وې رسوئ چې تر مقاماتو، تر چارواکو، تر لوړپوړو چارواکو ورسېږي، چې هغوی خبر شي
چې اصلاً څه کول پکار دي یا تر کومه بریده پورې دا موضوع باید پر مخ یووړل شي.
ځکه پر افغانستان او د افغانستان پر مقدسه خاوره د داسې شریر او ذلیل او رذیل
ترهګر دښمن بریدونه د افغانانو لپاره د زغم وړ نه دي او د دا زغم
به نور په خلکو کې دا جوش راخوټېږي،
یوه ورځ نه یوه ورځ نه چې دا په بل ډول باندې راووځي، هغه څه چې پاکستان یې غواړي.
نو خدای مو شاد، اباد او بریالي لره. میرویس افغان مو تر بلې لنډې ویډیو پر لوی الله سپاري.
دا ویډیو تر ملګرو درسره ورسوئ چې خلک خبر شي او په دې پوه شي
چې افغانستان د پاکستان جواب کولای شي. ژوندی، ژوندی.
End of transcript · 1,575 words
Transcribed with TranslateMom. Paste any video link to get subtitles and a transcript in your language.