Pakistan's Role in Regional Security Threats

موږ باید په وضوحت سره ووایو، چې اوس زموږ

د سیمې امنیت او ثبات د ګواښ د پاکستان له خوا

متوجه دی. پاکستان نه یوازې د افغانستان د حکومت

مسلح مخالفین ساتي، بلکې هلته یې د

نشه يي توکو او د داعش د فعالیتونو

لپاره

هم پراخ بستر برابر کړی دی.

دا یوه تشه ادعا نده،

بلکې په دې اړه به تاسو د پاکستانی او نړیوالو

رسنیو راپورونه هم څارلي وي.

د درییم هیواد له خوا د پاکستان په

بلوچستان ایالت کې د داعش خوراسان ډلې د

مهمو غړو لکه

اصغر التن، میمت گورن

او محمد شریف الله

نیول، د بلوچستان د اسمبلۍ د

غړي فضل قادر مندوخیل څړګندونی،

چې د پاکستان نظامي رژیم په دې ولایت کې

د افغانستان د تېری ادارې او د داعش ډلې

زرګونه جنګیالی مسلح، منسجم او ځای

پر ځای کړي دي. او همدارنګه هغه موثق راپورونه

چې د نړیوالو څیړنو او سټلایټ

انځورونو پر بنسټ چمتو شوي او په پاکستان کې د

ریکارډ په کچه د تریاکو د کرکېلي خبره

کوي، د دغو ادعاوو نه

انکارېدونکي ثبوتونه دي.

پاکستان نه یوازې د دغو ورانکارو ډلو لپاره

د فعالیت جلب

او بس په نېبستر برابر کړی، بلکې د جولای میاشتې په

څلورویشتمه نیټه یې د دغو ډلو د سلګونو مسلحو

جنګیالیو د چترال له لارې د بدخشان ولایت د

زیباک ولسوالۍ ته او دویم ځل یې د

سپتمبر په پنځوېشتمه نیټه

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ ته

د داخلولو هڅه هم وکړه.

د دغو هڅو په ترڅ کې پاکستان نظامي ځواکونو

نه یوازې د یادو ډلو مستقیمه رهبري کوله،

بلکې په دواړو مواردو کې یې د افغانستان پر

بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ هم وکړې.

ورسره سم یې د دغو ډلو د راوښتلو د

مسیرونو په اوږدو کې زموږ د سرحدي ځواکونو

پوستې

د توپونو او درنو وسلو تر اور لاندې ونېولې.

خو د الله تعالی په نصرت

او امنیتي ارګانونو ته د الله تعالی له

طرفه د ورکړې بېدارۍ له برکته

دا دواړه هڅې ناکامه شوې،

لسګونه شرير عناصر ووهجل شول

او لسګونه نور یې ژوندي ونېول شو.

محترمو انکارانو! په پای کې یو ځل بیا

تکراروه، چې زموږ د سیمې ګډ امنیت،

ثبات، اقتصادي ادغام او نښلونو ته

ځانګړې پام لرنه په کار ده.

هیله ده، چې د سیمې هیوادونه له افغانستان

اسلامي امارت سره خپلې اړیکې لا پیاوړې،

منظمی او رسمي کړي.

ترڅو وکولای شو په ګډه د ګواښونو مخه

ونیسو.

موږ چمتو یو، چې د دې هدف د تحقق په برخه کې

له سیمه ایزو هیوادونو سره د سرحدونو د

خوندیتوب، اقتصادي ودې او سیمه ایز

نښلون په برخه کې خپلې ګډې هڅې او

همکاري لا زیاتی کړو.

همدارنګه هیله لرو، چې زموږ همفکر هیوادونه به

د رسمي، منظم او جوړښتې اړیکو په

رامنځته کولو کې له موږ سره همکار پاتی

شي.

End of transcript · 451 words

iPhone app Translate videos on your iPhone Paste a TikTok, Instagram or X link, add subtitles in your language and save the video to Photos.

Read any video in your language

Paste a link from X, TikTok, YouTube or Instagram. You get a page like this one.

© 2026 TranslateMom Transcripts Sources Pricing Legal