پر پاکستان د ډرون بریدونو او د طالبانو د وړتیاوو په اړه ادعاوې

جوړ په خیر، هیله ده جوړ روغ اوسئ او د ژوند چارې مو

سمې وي. پاکستان، پاکستاني پوځ، د پاکستان استخبارات،

د پاکستان رسنۍ، د پاکستاني پوځ یا استخباراتو ته منسوب اکاونټونه او هغه

افغانان چې د

پاکستان د پوځ لپاره کار کوي یا هغوی ته د نږدېکت هڅه کوي،

دا ټول په یوه خوله کوشش کوي چې په پاکستان

کې د افغانستان

د ډرون بریدونه او ټي ټي پي ته منسوب کړي.

دا هغه کار دی چې پاکستاني پوځ یې غواړي.

او کله چې دا بریدونه ټي ټي پي ته منسوب کیږي نو دا د

پاکستاني پوځ ته دلیل په لاس ورکوي چې راشي پر افغانستان باندې

بمباري وکړي. دا بیا دوی د دلیل په

توګه باندې کاروي. نو هر هغه څوک

چې د افغانستان د دفاع وزارت د بریدونه په پاکستان کې ټي ټي

پي ته منسوبوي،

هغوی ته افغانستان خواخوږي نه شي کیدلای.

البته هغه کسان چې په افغانستان کې موجود دي او هغه کسان چې له افغانستانه بهر،

یعنې پاکستانیان دي، دا خو د هغوی خپل کار دی، هغوی خو دا کوشش کوي چې تر ډېره

بریده پورې افغانستان ته د بریدونو لاره هواره کړي،

جنګي الوتکې راشي بریدونه وکړي، خلک ووژني او بېرته ولاړ شي. نو په هغو کسانو باندې

باور نه دی پکار چې هغوی وايي دا بریدونه د ټي ټي پي له خوا

څخه شوي دي.

اوس راځم دې ټکي ته چې د افغانستان سره څومره ډرون الوتکې شته؟

شپږ میاشتې د مخه دا خبره ما کړې وه

او ما په خپل دا واټساپ چینل کې هم لیکلې وه، د واټساپ چینل لینک زه لاندې ږدم،

تاسو یې بیا وګورئ، لوړ او باره به پرتې وي، کېدای شي تاسو یې ومومئ.

شپږ میاشتې د مخه ما

دا خبره بیا بیا کړې وه چې د

افغانستان له پوځ سره

ډرون الوتکې شته.

زه نن بیا دا خبره تکراروم، د افغانستان سره څلور ډوله ډرون الوتکې شته.

او د افغانستان د دا ځانمرګو الوتکو شمېر دومره

زیات دی چې که یې زه دلته یاد کړم،

شاید ډېر خلک به دې ته د مبالغې په سترګه وګوري. د دې دقیق شمېر خو

ډېرو خلکو ته نه دی معلوم، خو زښته زیاتې ډرون الوتکې لري د افغانستان حکومت.

که ماته چېرې د دفاع وزارت اجازه راکړه یا د پاکستان،

د طالبانو حکومت اجازه راکړه چې پر دې باندې زه وږغېږم یا یې شمېر ووایم، ماته یې شمېر

معلوم دی چې دوی څومره الوتکې

لري او تر کومه رېنجه پورې تللای شي.

نو دا مسئله ده نه د طالب لپاره چې دوی ډرون الوتکې لري

او په ډرون الوتکه باندې له اسلام اباد سره جګړه کوي.

تېره ورځ چې کله پر اسلام اباد باندې

د افغانستان ډرون الوتکې ورغللې یا پر کوټه، د کوټې

پر چاوڼۍ باندې ورغللې،

یا پر کوهاټ او نورو سیمو باندې ورغللې، نو په پاکستان کې یوه غوغا راپورته شوه.

او دا غوغا خورا زیاته درنه او له وېرې ډکه وه.

د اسلام اباد پر فضا باندې جېټ الوتکې وګرځېدلې، د دوی هوايي ډګرونه بند شول

د یوه لږ وخت لپاره،

دا د پاکستان لپاره د خطر زنګ و.

اما مهمه دا نه ده، کومه ټیکنالوژي

چې طالبان لري او په کومه ټیکنالوژي چې غواړي طالبان له پاکستان سره وجنګیږي،

هغه په نړۍ کې له طالبانو پرته بل څوک نه لري.

د هغې ټیکنالوژۍ په مقصد که تاسو نه پوهېږئ، له مشرانو سپین ږیرو پوښتنه وکړئ،

هغوی پرې پوهېږي.

د هغې ټیکنالوژۍ په زور باندې هم ناټو پوهېږي، د هغې ټیکنالوژۍ په زور

باندې هم دلته بریتانیا پوهېږي، د هغې ټیکنالوژۍ په زور باندې هم امریکا پوهېږي.

نو یوازې ډرون الوتکې نه دي، د طالبانو سره

ډېرې نورې ژورې او قوي ټیکنالوژي موجودې دي. مهمه خبره دا ده،

پاکستان پکار ده خپله قبله درسته کړي. زه بیا بیا وایم،

ما بیا بیا ویلي دي، خپلې غاړې مې خلاصې کړې دي.

ګورئ، دا ځای ستاسو نقشه، نننۍ ویډیو درسره ثبت کړئ، درسره ویې ساتئ. ډېر ژر به

پاکستان بیا پر نړۍ باندې، لکه اوس چې د فقر کچکول ګرځوي،

بیا به د خیرات دا کچکول ګرځوي چې د

خدای لپاره افغانان کنټرول کړئ، یا د خدای لپاره له افغانانو موږ وژغورئ.

او هغه سټېج ته به د پاکستان او د افغانستان اړیکې ورسېږي.

ښه دا ده چې ونه رسېږي، ښه دا ده چې جګړه پراخه نه شي،

ښه دا ده چې جنګ اوږد نه شي. خو که اوږدېده، زیان د افغانستان نه، زیان د پاکستان دی.

افغانستان د ماتېدلو له

حالته راوتلی دی، دا

جګړه به پاکستان ماتوي، او دا جګړه به د پاکستان موجوده نقشه له منځه وړي.

دا زه په یقین سره ویلای شم.

دا زه ځکه ویلای شم چې

زه خبر یم چې طالب څه کوي. ژوندي وئ د خدای په امان،

شاد او اباد اوسئ، بریالي لرو.

End of transcript · 776 words

Transcribed with TranslateMom. Paste any video link to get subtitles and a transcript in your language.

iPhone app Translate videos on your iPhone Paste a TikTok, Instagram or X link, add subtitles in your language and save the video to Photos.

Made with TranslateMom

TranslateMom transcribes and translates videos from X, TikTok, YouTube and Instagram. Paste a link and you get a page like this one, in your language.

© 2026 TranslateMom · AI video translation and subtitles Transcripts Sources Pricing Legal