0:00

موږ باید په وضوحت سره ووایو، چې اوس زموږ د سیمې امنیت او ثبات د ګواښ د پاکستان له خوا متوجه دی. پاکستان نه یوازې د افغانستان د حکومت مسلح مخالفین ساتي، بلکې هلته یې د نشه يي توکو او د داعش د فعالیتونو لپاره هم پراخ بستر برابر کړی دی.

0:25

دا یوه تشه ادعا نده، بلکې په دې اړه به تاسو د پاکستانی او نړیوالو رسنیو راپورونه هم څارلي وي.

0:34

د درییم هیواد له خوا د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش خوراسان ډلې د مهمو غړو لکه اصغر التن، میمت گورن او محمد شریف الله نیول، د بلوچستان د اسمبلۍ د غړي فضل قادر مندوخیل څړګندونی، چې د پاکستان نظامي رژیم په دې ولایت کې د افغانستان د تېری ادارې او د داعش ډلې زرګونه جنګیالی مسلح، منسجم او ځای پر ځای کړي دي. او همدارنګه هغه موثق راپورونه

1:17

چې د نړیوالو څیړنو او سټلایټ انځورونو پر بنسټ چمتو شوي او په پاکستان کې د ریکارډ په کچه د تریاکو د کرکېلي خبره کوي، د دغو ادعاوو نه انکارېدونکي ثبوتونه دي.

1:36

پاکستان نه یوازې د دغو ورانکارو ډلو لپاره د فعالیت جلب او بس په نېبستر برابر کړی، بلکې د جولای میاشتې په څلورویشتمه نیټه یې د دغو ډلو د سلګونو مسلحو جنګیالیو د چترال له لارې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ ته او دویم ځل یې د سپتمبر په پنځوېشتمه نیټه د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ ته د داخلولو هڅه هم وکړه.

2:07

د دغو هڅو په ترڅ کې پاکستان نظامي ځواکونو نه یوازې د یادو ډلو مستقیمه رهبري کوله، بلکې په دواړو مواردو کې یې د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ هم وکړې.

2:23

ورسره سم یې د دغو ډلو د راوښتلو د مسیرونو په اوږدو کې زموږ د سرحدي ځواکونو پوستې د توپونو او درنو وسلو تر اور لاندې ونېولې.

2:36

خو د الله تعالی په نصرت او امنیتي ارګانونو ته د الله تعالی له طرفه د ورکړې بېدارۍ له برکته دا دواړه هڅې ناکامه شوې، لسګونه شرير عناصر ووهجل شول او لسګونه نور یې ژوندي ونېول شو.

2:58

محترمو انکارانو! په پای کې یو ځل بیا تکراروه، چې زموږ د سیمې ګډ امنیت، ثبات، اقتصادي ادغام او نښلونو ته ځانګړې پام لرنه په کار ده.

3:14

هیله ده، چې د سیمې هیوادونه له افغانستان اسلامي امارت سره خپلې اړیکې لا پیاوړې، منظمی او رسمي کړي.

3:26

ترڅو وکولای شو په ګډه د ګواښونو مخه ونیسو.

3:32

موږ چمتو یو، چې د دې هدف د تحقق په برخه کې له سیمه ایزو هیوادونو سره د سرحدونو د خوندیتوب، اقتصادي ودې او سیمه ایز نښلون په برخه کې خپلې ګډې هڅې او همکاري لا زیاتی کړو.

3:51

همدارنګه هیله لرو، چې زموږ همفکر هیوادونه به د رسمي، منظم او جوړښتې اړیکو په رامنځته کولو کې له موږ سره همکار پاتی شي.

End of transcript · 451 words

iPhone app Translate videos on your iPhone Paste a TikTok, Instagram or X link, add subtitles in your language and save the video to Photos.

Made with TranslateMom

TranslateMom transcribes and translates videos from X, TikTok, YouTube and Instagram. Paste a link and you get a page like this one, in your language.

Transcribed with TranslateMom. Paste any video link to get subtitles and a transcript in your language.

© 2026 TranslateMom · AI video translation and subtitles Transcripts Sources Pricing Legal